د هند د اپوزیسیون مشر نن شنبه (د تلې ۱۹مه) پر خپل لومړي وزیر تور ولګاوه، چې د طالبانو پر وړاندې د هندي ښځو په دفاع کې ناکام شو. راهول ګاندي نریندرا مودي ته لیکلي: «تاسې یو داسې چا ته دا اجازه ورکوئ، چې ښځینه خبریالانې له غونډې وباسي، دا په حقیقت کې تاسې هندۍ ښځې کمزوري بولئ».
په هغه اعلامیه کې چې نن د اپوزیشن د مشر پر اېکس پاڼه خپره شوې راغلي: «زموږ په هېواد کې ښځې حق لري، چې په ټولو برخو کې په مساوي توګه ګډون ولري». ښاغلي ګاندي زیاته کړه، چې د دې جنسيتي توپیر پر وړاندې د مودي چوپتیا دا ښيي، چې د ښځو په اړه د هغه شعارونه درواغجن او پوچ دي.
تر دې پېښې وروسته د هند ځینو پېژندل شویو خبریالانو له حکومت څخه وغوښتل، چې د دې چلند پر وړاندې غبرګون وښيي.

