پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې په کابل کې وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي چې د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه باید د یوې څرګندې کړنلارې له مخې خپلې پولې خوندي او له افغانستان سره د احتمالي نښتو مخنیوی وکړي.
په مطلب کې راغلي چې که څه هم پاکستان په رسمي توګه دا نه ده منلې چې په کابل هوايي برید دوی کړی او د هغه اوازو په اړه یې هم څه نه دي ویلي چې ګواګې په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی دی؛ خو بیا هم د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه باید متوجې اوسي.
ډان وايي چې پاکستاني چارواکي باید د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونګي ګواښ او د بدو پایلو په اړه د سیمې هېوادونه پوی کړي او په دې برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي.
یادې ورځپانې په خپل مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او په سیمه کې د دایمي ټیکاو د ټینګښت لپاره د پوځي تګلارو سربیره په ډیپلوماټیکو لارو چارو هم ټنیګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د وروستیو هوايي بریدونو له کبله د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پسې ترینګلي شوي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هوايي بریدونه کړي؛ خو د هغه په ټکو دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ستونزې لا پسې ژوروي.
که څه هم د پاکستان پوځ د کابل په وروستي هوايي برید کې خپل لاس لرل نه تایید او نه هم رد کړي؛ خو دا یې په زغرده ویلي چې پاکستان د خپلې خاورې د امنیت د ټینګښت مسولیت لري او دوی ددغه مسولیت د ترسره کولو برخه کې جدي دي.

