افغان اتلانو د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

۴ ورځې مخکې

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان اتلانو د بنګله‌دېش له لوري ورکړل شوی د ۲۲۲ منډو هدف ترلاسه او ورسره یو د صفر پر وړاندې مخکې شول. دغه سیالۍ د چهارشنبې په مازدیګر پیل او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، د دغې سیالۍ پچه بنګله‌دېش وګټله او لومړی یې د افغان اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ایله ۲۲۱ منډې وکړې او افغان اتلانو ته یې د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

افغان کرېکټ لوبغاړو بیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې یاد شوی هدف ترلاسه او ورسره یې سیالې بنګالۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په روانه لوبلړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول.

د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي ۳-۳، غضنفر ۲ او ننګیال خروټي یوه ویکټه ترلاسه کړه. عظمت الله عمرزي لومړی په توپ اچونه کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې او وروسته یې په توپوهنه کې په ۴۴ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې او له همدې امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی انتخاب او جایزه یې ترلاسه کړه.

له دې سره سم، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په نننۍ لوبې سره د لوبډلمشر په توګه خپله ۵۰ نړۍواله یو ورځنۍ لوبه هم وکړه او له اصغر افغان وروسته دویم افغان لوبډلمشر شو، چې په ۵۰ نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغان لوبډلې د مشرۍ دنده پرمخ وړي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان بیا په یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د لوبې په دې بڼه کې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

نوموړي په خپله ۱۱۵مه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه کې دغه ویاړ ترلاسه کړ او پر بنسټ یې په نړۍ کې شپږم لوبغاړی شو، چې د نورو پرتله په کمو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ به د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه یا وروستۍ سیالۍ به د اکټوبر په ۱۴مه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو