طالبانو په نیمروز کې د ۲۰ زره کیلوګرامه قاچاقي توکو د انتقال مخنیوی وکړ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د نیمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې د دغه ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د خجو سیمه کې په ۱۰ موټرو کې بار د ۲۰ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

په نیول شویو توکو کې درمل، کرنیز توکي او نور بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل و.

په نیمرزو کې د طالبانو د والي ویاند رحیم الله سجاد د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) ویلي، قاچاق وړونکو غوښتل یاد توکې د نیمروز له لارې نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

نور خبرونه

رادیو