په کندهار، هلمند او زابل کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي

پرون

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له تېرو څو ساعتونو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي. د نورو ولایتونو تر څنګ د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو څخه راپورونه ښيي، چې طالبانو د پاکستاني ځواکو ګڼي پوستې ویجاړې کړي او د یو شمېر سرتېرو د وژلو او نیولو ادعا هم شوې ده.

د کندهار د طالبانو قول اردو یوې سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د لوی بند په سیمه کې طالبانو د پاکستاني ځواکونو اووه پوستې له منځه وړي.

د سرچینې په وینا، په دې جګړه کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د شل میله توپکونو او ګڼ شمېر نورو وسلو په ګډون پوځي تجهیزات هم تر لاسه کړي دي.

په زابل ولایت کې بیا د طالبانو یوې ډلې د شملزو ولسوالۍ د «ولګي» پوسته نیولې ده. د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او پاتې نور له سیمې تښتېدلي دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عزت‌الله حقاني بیا وايي: «د طالبانو له لوري د بهرامچې اړوند د شکیج، بي‌ بي جاني او صالحان سیمو کې پر دوښمن د بریدونو لړۍ روانه ده.»

د حقاني په وینا، عملیات لا هم دوام لري او نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

په ورته وخت کې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې د څو ولایتونو په اوږدو کې پراخې شوې دي.

دغه جګړې تر ډېره د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، خوست، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو په ډیورنډ سیمو کې متمرکزې دي، چې تر دا مهاله یوازې د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو اړوند معلومات ورکړل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت سرچینو ویلي، دا جګړې تعرضي بڼه لري او په کابل کې د پاکستان د هوايي برید په ځواب کې تر سره کېږي.

نور خبرونه

رادیو