د پاکستان ستراتیژيک فورم: د ډیورند کرښې په اوږدو کې جګړه روانه ده

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان ستراتیژیک فورم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د خېبرپښتونخوا د کرم په ګاوي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. پاکستان په درنو وسلو سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو پوستې په نښه کړي دي.

د پاکستان ستراتیژيک فورم همداراز ویلي، د فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو دوه پوستې له‌منځه تللي او په وینا یې تر اوسه د پنځو طالبانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د پاکستان او افغان طالبانو امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په رسمي توګه د دغو جګړو او د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې سره سم، په افغانستان کې سرچینې وايي چې له هلمند څخه نیولې بیا تر کونړ پورې د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

سرچینې وايي، طالبانو دغه عملیات پر کابل او سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملا یعقوب مجاهد په امر پیل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو