د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه؛ امرخېل وايي، نن د افغانانو د ملي یووالي ورځ ده

۱۴ ساعتونه مخکې

د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل د ډيورند کرښې په شاوخوا کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړې ته په اشارې سره وايي، نن د افغانانو د ملي یووالي ورځ ده.

ضیاالحق امرخېل زیاتوي: «نن به ټول اختلافات پرxږدو او د هغه چا لپاره به یو کxږو، چې تل یې د افغانستان د ورکېدو او افغان نظامونو د ړنګېدو لوبه کړې.»

د نوموړي په وینا، که اړتیا شي د غچ اخیستنې په دې عظیم وخت کې به ټول افغان ځوانان، مشران او کشران [له طالبانو سره] یو ځای سنګر ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له نن ماښام (شنبه د تلې ۱۹مه) راهیسې افغان طالبانو پر کابل او سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون او غچ اخیستنه کې له هلمنده نیولې بیا تر کونړ پورې د ډیورند کرښې د اړوندو سیمو په څو نقطو کې د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او لا هم جګړه روانه ده.

لا تر اوسه د پاکستان او طالبانو امنیتي او دفاعي بنسټونو په رسمي توګه د دغو جګړو په تړاو څه نه دي ویلي او له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو هم کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو