طالبانو ته د پاکستان د علماو شورا مشر: له هنده وپوښتئ چې د هغوی څه حشر و؟

۱۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د علماو شورا مشر طاهر محمود اشرفي د طالبانو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې نښتو ته په اشارې ویلي، چې یاده ډله دې له هند څخه پوښتنه وکړي چې پاکستان پرې څه محشر جوړ کړی و.

نوموړي له پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې طالبانو ته یې په ځلونو خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په خاورې، ماشومانو، جوماتونو او بازارونو بریدونه کېږي، خو دغې ډلې یې خبرو ته پاملرنه ونکړه.
طاهر محمود اشرفي وایي، چې د پاکستان میلیونونو وګړو د افغانستان خلکو ته د ګاونډیتوب او ورورۍ له امله خپله وینه، ځان او مال قربان کړ او د دوی عزت یې خوندي کړ، خو اوس طالبان پرې برید کوي.
د پاکستان د علماو شورا مشر وویل: «دا د خوښۍ وخت نه دی. میلیونونو پاکستانيانو د افغانستان خلکو ته د ورورۍ او ګاونډيتوب له امله خپله وینه، خپل ځان او شتمنۍ قربان کړې او د خپل ورور (افغانستان) عزت یې مضبوط کړ؛ خو دوی اوس پر موږ بریدونه کوي. ما په ځلونو افغان وروڼو ته وویل، چې ستاسو له خاورې زموږ پر وطن بریدونه کېږي او وینې تویېږي، په جوماتونو، بازارونو او پر ماشومانو بریدونه کېږي، خو متاسفانه دوی توجه ونکړه.»
اشرفي هند ته د امیرخان متقي د سفر په اړه په اشارې وویل: «دا د افسوس خبره ده، چې د پاکستان له خوا مات شوي هندوستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ناست دی او موږ ته ګواښونه کوي. مونږ نه برېتانیا یو او نه امریکا، مونږ پاکستان یو، هغه پاکستان چې ستا ملاتړ یې کړی دی.»
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې پاکستان هېڅکله د افغانستان په خاوره کې د مداخلې نیت نه لري او نه غواړي، چې له افغان خاورې دې پاکستان ته زیان ورسېږي.
د پاکستان د علماو شورا مشر طاهر محمود اشرفي همداراز طالبانو ته خبرداری ورکړ، کوم ځواب چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو یادې ډلې ته ورکړ، دا یې یوازې پیل و.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې تېره شپه د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په امر د ډیورند کرښې په اوږدو کې د یادې ډلې د جنګیالیو او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. سرچینو وویل، چې دغه جګړې د ۸ ولایتونو اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې وشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر بریدونو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي هم پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته به هم د هند په څېر ځواب ورکړل شي. افغان طالبانو بیا په ډيورند کرښه کې خپلو عملیاتو ته د «انتقامي» عملیاتو نوم ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو