د دیوبند مدرسې علماوو له امیرخان متقي سره د نجونو د زده کړو په اړه خبرې نه‌دي کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د جمعیت علماء هند مشر مولانا ارشد مدني وايي، چې د دیوبند مدرسې څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لېدنې پرمهال د نجونو د زده کړو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

د یوه هندي خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا متقي د دیوبند مدرسې څخه د لېدلو پرمهال د نجونو د زده کړو په اړه وغږید؟ ارشد مدني ځواک ورکړ، چې د دې موضوع په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

مولانا ارشد مدني وویل:« دوی په دې اړه هېڅ خبرې نه دي کړي، که یې پوښتنه کړې وای، موږ به ورته ویلي وای. که تاسو دا موضوع راپورته کړې وای، موږ به پرې خبرې کړې وای.»

پر همدغه مهال هندي خبریال له ارشد مدني څخه د خپلو پوښتونو په دوام د جعمې په ورځ د متقي په خبري غونډه کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازې نه ورکولو ته په اشاره پوښتنه وکړه، ایا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له چلند سره موافق یاست؟

مدني وویل، دا یوازې “پروپاګند” دی او په هغه غونډه کې د ښځینه خبریالانو نه شتون یوازې یو “تصادف” و.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ډیلي کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه ورنکړه او د طالبانو دا چلند د هند د سیاستوالو، د پارلمان د غړو او خبریالانو د سخت غبرګون سره مخ شوه.

د ښځینه خبریالانو ګډون ته د اجازې نه ورکولو غبرګونونو ته د هند د بهررنیو چارو وزات ویلي، ډیلي د دې خبري غونډې د تنظیم په اړه هېڅ رول نه درلود، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرکندونې نه دي کړي.

همدا راز د هند ګانګرس ګوند ددې پېښې په غبرګون کې د هند له لومړي وزیر مودي څخه غوښتي چې تېروتنه ومني او بښنه دې وغواړي.

متقي نن د شنبې په ورځ هند ته د خپل شپږ ورځنې سفر پرمهال د دیوبند مدرسې څخه لېدنه وکړه او د یادې مدرسې مشر ویلي، چې متقي د خپلې “علمي مور” لېدلو ته ورغلی و.

نوموړي زیاته کړه:«موږ له افغانستان سره علمي او تعلیمي اړیکې لرو. هغه دلته راغلی، څو له خپلې علمي مور څخه لېدنه وکړي او له موږ سره خبرې وکړي.»

نور خبرونه

رادیو