طالبان وایي،‌ سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات د پام وړ زیات شوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو په واک کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو کرنې وزارت په حواله ویلي چې د ننګرهار وادي کانال ریاست د زیتونو تولیدات سږکال د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د زیتون تېلو سږنی تولید نږدې ۱۹۰ زره لېټرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱۳۵ زره لېټره و. د طالبانو کرنې وزارت همدا شان ویلي چې د زیتون ټول حاصلات له ۱۰۰۰ټنو څخه ۱۶۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.

د کرنیزو خدمتونو ښه‌والی، د زیتون باغونو پراختیا او د بڼ،الو له لوري د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ کارونه د تولیداتو د زیاتېدو لاملونه بلل شوي دي. د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زیتونو د تولیداتو زیاتوالی ته په پام تمه ښودلې دغه کچه به د تیلو له اړخه د افغانستان د اړتیا لویه برخه پوره کړي.

نور خبرونه

رادیو