قرغېزستان کې د طالبانو سفیر د چین له سفیرې سره پر سیمه‌ییز ثبات خبرې کړي

پرون

قرغېزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د چین له سفیر لیو جیانپینګ سره د سیمه‌ییز ثبات او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا تر څنګ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، د چین سفیرې افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.

همدا راز د چین د سفیرې په حواله ویل شوي چې بیجېنګ غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ نوره هم پراخې کړي.

که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي چې چین په ځانګړي ډول په کومو برخو کې له طالبانو خپله همکاري پراخوي؛ خو دا یې ویلي چې دواړه لوري د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دي.

په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني بیا ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت به د سیمې د ثبات، متقابل تفاهم او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو