تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۸زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

پرون

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون جمعه له پاکستان او ایران نه ۱۴۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳۶۷ کسانو ته رسېږي، بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. وایي، له دې ډلې ډيری ستنې شوې کورنۍ له پاکستان څخه راغلي دي.

د طالبانو په وینا، له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان کډوالو پر وړاندې د تورخم دروازه هم پرانېستل شوه او ګڼې کورنۍ چې له څو ورځې هلته ایسارې پاتې دي، افغانستان ته یې د ستنېدو بهیر هم پیل شو.

د پاکستان حکومت ویلي چې د تورخم دروازه به یوازې له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصه وي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په کم‌ساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو