رویټرز خبري اژانس نن شنبه د (تلې ۱۹مه) لیکلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د لس ورځني تړل کېدو په ترڅ کې د زرګونو فډرالي مامورینو د ګوښه کولو پړه پر ډیموکراټانو ور واچوله.
د مالیې، عامې روغتیا او کورني امنیت په ګډون د څو وزارتونو مامورین د ګوښه کېدوله ګواښ سره مخ دي.
د مامورینو اتحادیو دا کار غیرقانوني بللی او د حکومت بندولو پر ضد یې په محکمه کې دعوه کړې ده. دا دعوه به د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه په محکمه کې واورېدل شي.

