د متحده عرب اماراتو «اتحاد هوايي شرکت» اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل تر منځ مستقیمې الوتنې پيل کړي. د دې شرکت چارواکي وايي، ټاکل شوې، چې په اونۍ کې به درې ځله دا الوتنې ولري.
دا د تګ راتګ الوتنې به د شنبې، سهشنبې او پنجشنبې په ورځو کې وي. د اتحاد شرکت اجرائیوي مشر انتونوالدو نیوس ویلي، چې له سیمې او نړۍ سره د نښلېدو په لړ کې کابل د دې شرکت د نوي سټراتیژۍ برخه ده.
هغه زیاته کړې، چې دا پروازونه به د سوداګرۍ، پانګونې او کورنیو لیدنو لپاره نوې لارې پرانیزي.
د افغان سوداګرۍ شورا په وینا، په اماراتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي.

