د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ډیلي ته نوي ډیپلوماټان لېږي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دیوبند مدرسې څخه تر لېدنې وروسته له رسنیو سره د خبرو پرمهال د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو هیله ښودلي او وايي، ډیلي ته به نوي ډېپلوماټان ولېږي.

د طالبانو د بهرنی چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دیوبند مدرسې څخه لېدنه وکړه، نوموړي له رسنیو سره د خبرو پرمهال په یاده مدرسه کې د هغه د تود هرکلي څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.

امیرخان متقي زیاته کړه:«د دیوبند استادانو او زده کوونکو چې کوم هرکلۍ وکړ، ډېره مننه ترې کوم. خدای دې وکړي، چې زموږ او د هند ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.»

همدارنګه نوموړي د ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو پراخېدو په اړه وویل، تمه لري چې طالبان نوې ډیلي ته نوي ډېپلوماټان ولېږي.

متقي زیاته کړه:«په ډیلي کې چې موږ کوم مجلسونه وکړل، له هغه نه څرګندیږي، چې راتلونکی مو روښانه دی او هیله ده، چې زموږ تګ راتګ زیات شي. کابل کې به هم ستاسو سفارتي چارې پراخي شي، ډیلي کې به هم زموږ د سفارت چارې پراخي شي او زه ډیلي ته نوي ډېپلوماټان لېږم. اړیکې مو ډېري ښې دي او هیله لرم راتلونکې کې مو اړیکې تردې هم ښې شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي او دواړو لوریو د سفارتي چارو د پراخیدو، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه بحثونه کړي.

نور خبرونه

رادیو