رویټرز خبري اژانس نن شنبه د (تلې ۱۹مه) لیکلي، چې د جمعې په ورځ سهار مهال د امریکا متحده ایالتونو په ټينيسي ایالت کې د مهمماتو جوړولو یوه فابریکه کې چاودنه شوې، چې ۱۹ کسه کارکوونکي یې ورک دي او اټکل کېږي چې مړه شوي به وي.
چارواکي وايي، چې دا چاودنه د نشيل سیمې لوېديځ ته د مهمماتو جوړولو فابریکه کې شوې، چې له چاودنې سره د فابریکې ودانۍ هم په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

