د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال جمعه د (تلې ۱۸مه) ویلي، چې د دوی وزیر جی شنکر له امیر خان متقي سره تر لیدنې وروسته د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته نورې بشري مرستې هم واستولې.
هندوستان تر دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولي دي.

