د بدخشان قومي مشرانو له طالبانو غوښتي چې د پامیر د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړې شوې ولسې غونډې پرمهال د بدخشان قومي مشرانو له یادې ډلې غوښتي، چې د پامیر د خلکو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دغو قومي مشرانو پامیر ته پاملرنه د اقتصادي دروازې د پرانېستلو په مانا بللې.

پر همدغه مهال د طالبانو د سرحدو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محمد علي جام احمد ویلي، چې په ولایتونو کې د یووالي او اسلامي نظام بقاء لپاره د غونډو جوړولو څخه موخه ولسې ستونزو ته رسېدنه او حل لاری لټول دي.

نور خبرونه

رادیو