په غزه کې روغتیايي چارواکي وایي، چې (د تلې په ۱۸مه) د اوربند له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۲۳۹ کسان وژل شوي دي. د دغه تلفاتو شاوخوا نیمایي یې تېره اونۍ په یوه ورځ کې ثبت شوي دي. اسراییلي پوځ بیا ویلي، ځواکونو یې پر هغو «ترهګرو» برید کړی چې له «ژېړې کرښې» اوښتي وو.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د دوی درې پوځیان او لسګونه «ترهګر» په دغه بریدونو کې وژل شوي دي.

