اکسیوس: امریکا د حماس د هغو ځواکونو له ناورین څخه ګټه اخلي چې په تونلونو کې بند پاتې دي

۶ ساعتونه مخکې

دوو امریکایي چارواکو اکسیوس ته ویلي، چې امریکا غواړي د حماس د هغو ځواکونو له ناورین څخه چې په غزه کې د اسراییلي کرښو شاته په تونلونو کې بند پاتې دي ګټه واخلي، ترڅو د دې ډلې د بې‌وسلې کولو لپاره یو ماډل جوړ کړي.

یادو امریکایي چارواکو ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت دغه طرحه له اسراییل سره شریکه کړې ده، ترڅو د حماس د سوله‌ییزې بې‌وسلې کولو لپاره د یوې نمونې په توګه ترې کار واخلي.
يوه چارواکی وویل: «موږ غواړو دغه طرحه د ازموينې يوه بېلګه وي چې ښايي وروسته په غزه کې نورو سيمو ته هم وغځېږي. د اسرایيل موقف لکه تل تر ټولو زيات دی، خو موږ د خبرو اترو په منځ کې يو.»
بل امریکایي چارواکي بیا زیاته کړه، چې اسراییل باید واقع‌بین وي او اجازه ورنه کړي چې د رفح په څېر تاکتیکي ستونزې د غزې په تړاو ستراتیژیکه هوکړه کمزورې کړي.

نور خبرونه

رادیو