د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاټز وایي، چې د دې هېواد پوځ به په غزې تړانګه کې په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د حماس وسلهوال ځواکونه «له هر ډول محدودیت پرته» له منځه یوسي.
کاټز د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په یوې اعلامیه کې وویل: «زموږ سیاست په غزه کې روښانه دی: د اسراییل پوځ د تونلونو د ویجاړولو او د حماس د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره په هغې ژېړه سیمه کې چې زموږ تر کنټرول لاندې ده، له هر ډول محدودیت پرته فعالیت کوي.»
نوموړي زیاته کړه: «زموږ هدف د ټولو وژل شویو یرغمل شویو کسانو د جسدونو راګرځول، د حماس بېوسلې کول او د غزې غېرنظامي کول دي.»
دا اعلامیه داسې وخت خپره شوه چې راپورونه وايي، د رفح په سیمه کې د محاصره شویو وسلهوالو د شاتګ احتمال تر څېړنې لاندې دی، یعنې ښایي دوی ته اجازه ورکړل شي ترڅو هغه سیمو ته لاړ شي چې د حماس تر کنټرول لاندې دي.

