د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ایران د هر بل هېواد په پرتله ډېرې ښځې اعداموي او دا موضوع د دې هېواد پر ښځو د «سیستماتيک ظلم» یوه څرګنده بېلګه ده.
یاد وزارت په خپل اېکس کې د بېلګې په توګه د ایران الاصلې بلوڅۍ مېرمنې ګلي کوهکن یادونه کړې، چې هغې په ماشومتوب کې واده کړی و، کلونه د کورني تاوتریخوالي قرباني وه او د مېړه تر وژل کېدو وروسته یې له وکیل پرته او د فشار لاندې اړ کړل شوه، چې جبري اعتراف وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا دوسیه په ایران کې د ښځو پر وړاندې د پراخې بېعدالتۍ یوه بېلګه وبلله او دا یې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ د هڅو یوه محرکه برخه وبلله.
د اعلامیې په وروستیو کې راغلي، چې متحده ایالات «دا ظلم غندي او د ایران د خلکو ترڅنګ د عدالت او مساواتو لپاره د دوی په مبارزه کې ولاړ دی.»

