نصیر اندېشه: امیر خان متقي د افغانستان نه، بلکې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۹

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصر اندېشه نن شنبه (د تلې ۱۹) د هندوستان د یوې رسنۍ راپور ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا شخص د افغانستان نه، بلکې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی.

همدا راز ویل شوي په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفارت امنیتي کسانو د جمعې په ورځ ښځينه خبریالانو، ډيپلوماټانو او مدني فعالانو ته اجازه ورنه کړه، چې له امیر خان متقي سره وويني.

اندېشه زیاتوي، چې متقي به د هند د پارلمان پر ځای دیوبند مدرسې ته ولاړ شي.

نور خبرونه

رادیو