د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په پېښور کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې هند د افغانستان له خاورې په استفادې پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره امن ځایونه او پرمختللې وسلې په واک کې ورکړل شوي دي.
احمد چودري د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې په خېبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي. د ده په وینا، په دې موده کې ۱۶۱ افغانان چې د ترهګریزو پېښو په ترسره کولو کې یې لاس درلود، د پاکستان د پوځ له لوري وژل شوي، او ۳۰ ځانمرګي بریدګر هم د افغانستان تابعیت درلود.
همد ارنګه نوموړي زیاته کړې، چې ۱۳۵ بهرني وسلهوال له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو پرمهال وژل شوي دي.
چودري ویلي، چې ګڼ شمېر ترهګر له افغانستان څخه په تشکیلاتو کې پاکستان ته ورځي او ترهګریز بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، چې د ۲۰۲۱ د اکسټ وروسته د ترهګرو لاس ته په لوړه کچه امریکايي وسلې لویدي دي. او کله چې په خېبر پښتونخوا کې ترهګر وژل کېږي له هغوی څخه امریکايي وسلې ترلاسه کېږي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو له شمېرو څرګنده شوې، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د خپل عملیاتي اډې په توګه کاروي.