امریکا په سرحدي پولو د دیوال جوړولو لپاره ۴،۵ میلیارد ډالره قراردادونه ورکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۸

د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي، فدرالي حکومت لس ساختماني قراردادونه، چې ارزښت یې ۴،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي ورکړي دي. دا قراردادونه به د امریکا سوېل لوېدیځې پوله باندې۲۳۰ میله نوی دیوال ور زیات کړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه پروګرام د «هوښیار دیوال»د پولې د امنیتي سیستم یوه برخه ده، چې پکې د فولادو موانع، د اوبو د لارو خنډونه، د ګزمو لارې، څراغونه، کامرې، او پرمختللې څارنیزې وسيلې شاملې دي.

د لسو قراردادونو څخه اوه د «BCCG Joint Venture» په نوم شرکت ته ورکړل شوي، چې د تېرې سېپټمبر میاشتې په ترڅ کې یې ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو