د امریکا حکومت پر شاوخوا ۱۰۰ هغو شرکتونو، کسانو او بېړیو چې له ایران نه د نفتو په پېرلو کې ښکېل وو؛ تازه بندیزونه لګولي دي. د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې یادو شرکتونو له ایران نه مېلیونونه بېرله تېل پېرلي دي.
د راپورونو له مخې؛ د روان ۲۰۲۵کال په سپټمبر میاشت کې د ایران د تېلو صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

