برېټانیا کې د رېل ګاډي دننه څو تنه په چاقو ټپیان کړای شوي

۲ ورځې مخکې

د برېټانيې په ختيځه برخه کې د شنبې ماښام په ځايي وخت ۷:۳۹بجې د يو مساپرو وړونکي رېل‌ګاډي دننه څو کسان د چړو په ګوزارونو ټپیان شوي او بیا سملاسي روغتون ته رسول شوي دي. د دغه هېواد پولیسو ویلي چې د برید په تور یې دوه کسان نیولي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پيټر‌برو له تم‌ځايه دغه رېل ګاډی د هانټينګډن پر لور روان و. د راپورونو تر ترلاسه کېدو وروسته، له ۳۰ څخه زيات پوليس او ځانګړي وسله‌وال ځواکونه سیمې ته واستول شو او رېل‌ګاډی په هانټينګډن تم‌ځای کې ودرول شو.

پوليسو وويل، دوه تنه نارينه یې پېښه کې د لاس لرلو په تور ځای په ځای ونیول او ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورسول. پوليس اوس هم د پېښې په ځای کې حضور لري او د ښار مرکز ته تلونکې «A1307» لاره تړل شوې ده.

عيان شاهدانو د پېښې صحنې ډارونکې بللې دي. يو مساپر رسنيو ته ويلي: «یو کس چغې وهلې چې ټپي شوی یم. د یو بل بدن په وینو لړلی و او ناڅاپه په ځمکه ولوېد. ځینو کسان تشنابونو کې پټ شوي وو.»

نور خبرونه

رادیو