د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي، چې د حکومتي ادارو تړل کېدو له امله په هوايي الوتنو کې خنډ او ځنډ راغلی دی. د راپورونو له مخې؛ له تېرو درېیو ورځو راهیسې شاوخوا ۳زره الوتنې ځنډېدلې دي.
یادې ادارې ويلي، د بودجې د نه منظورېدو له کبله د هوايي ټرافیک د کنټرول پرسونل په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. له هغه وروسته چې د ګانګرس غړي د بودجې په سر هوکړې ته ونه رسېدل؛ د امریکا د فدرال حکومت ډېرې ادارې وتړل شوې او له دې لړۍ اته ورځې تېرېږي.

