افغانستان انترنشنل پښتو ته له کابل، کندهار او هلمند څخه خلک شکایت کړی، چې د وایفای انټرنېټ او نورو خصوصي شبکو انټرنېټ له لارې د ټولنیزو شبکو فعالیت محدود شوی او ویډیو او انځور نه شي لیدلای.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې انټرنېټ کمزوری شوی او فیسبوک، انسټاګرام، ټویټر او نور ې ټولنیزې شبکې په سختۍ د استفادې وړ دي.
له کندهار څخه یو شمېر کسانو داسې انځورونه لېږلي چې ټولنیزې پاڼې محدودې شوې ښيي.
د میرویس په نوم د کندهار یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«فیسبوک او انسټاګرام کې عکسونه او ویډیوګانې یا پر مخ نه ښکاري او یا هم کله کله یو عکس ښکاره شي، خو لیکنې پکې ښکاري.»
په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو له درې ورځنۍ غونډې سره هممهاله پر انټرنېټ محدودیت و لګېد.
د کابل یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خصوصي انټرنېټ شبکو کې هم د فیسبوک، انسټاګرام او نورو اپلیکیشنونه فلټر کېږي او له VPN پرته په سمه توګه د استفادې وړ نه دي.
نوموړی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«ډیری کسان د ټیکټاک، سناپ چټ، انسټاګرام او نورو اپلیکیشنونو لپاره له VPN څخه استفاده کوي، خو هغه هم قوي انټرنېټ ته اړتیا لري. انټرنېټ سخت ضعیف شوی دی.»
په افغانستان کې د انټرنېنټ د خراب کیفیت او د طالبانو له خوا د انټرنېنټ او ټولنیزیو شبکو د فلټر کولو له امله خلک شکایت کوي، چې کاروبار ته یې زیان اوښتی دی.
عام خلک او کاروباري وګړي له طالبانو غوښتنه کوي، چې د انټرنېټ پر استعمال لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

