نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په پراخه توګه د کډوالو شړلو، د بهرنیو مرستو کمېدو او مرګوني طبیعي پېښو د افغانستان انساني او اقتصادي ناورین نور هم زیات کړی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۱۵ تر ۲۳ میلیونه پورې خلک په افغانستان کې له شدیدې بې وزلۍ سره ژوند کوي. په همدې حال کې د کډوالو ستنېدو بیا د کمزوري اقتصاد پر وړاندې سخت فشار راوړی دی.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې له دوو کلونو راهیسې لږ تر لږه ۴ میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي یا شړل شوي دي. په پراخه توګه د کډوالو اېستلو د افغانستان د کار پر بازار او د خدماتو په برخه سخت فشار راوړی دی.
نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د شړل شویو کډوالو ادغام په اوسنیو ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې ډېر ننګونکی دی.
په راپور کې د بانک له قوله راغلي: «د افغانستان نفوس لا هم د پرلهپسې ټولنیزو او اقتصادي شوک پروړاندې ډېر زیانراوړونکی دی. د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره، د ستنېدونکو بیا ادغام په ټولنه او اقتصاد کې او د ځوان او په چټکۍ سره وده کوونکي نفوس لپاره د دندو رامنځته کول لا پسې ستونزې زیاتوي.»
نړۍوال بانک اټکل کوي، چې په مالي کال ۱۴۰۴ کې به د افغانستان نفوس ۸.۶ سلنه وده وکړي، خو ناخالص کورنی تولید به یوازې ۴.۳ سلنه زیاته شي، چې دا به د ناخالص کورني تولید په ۴ سلنه کموالي پایله ولري.
د دې بانک د وینا له مخې، د نفوس وده او د ټیټ مهارت لرونکو کارګرانو شتون د بې وزلۍ کمول لا ستونزمن کوي.
دغه راپور همدارنګه د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې مرګونو پایلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د بودیجې کموالي د زلزلهځپلو لپاره د خوراکي مرستو کچه محدوده کړې او د شدیدې خوړو نشتوالي ګواښ یې زیات کړی دی.
دغه بنسټ پر دې ټینګار وکړ، چې نړۍ باید د افغانستان زیاتېدونکي بېوزلۍ او بشري اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي.

