په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګوربز وايي، تېر کال په خوست کې د ځڼغوزیو شاوخوا پنځه زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږکال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسیږي او درې برابره ډېر شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خوست د ځڼغوزیو کیفیت هم غوره دی.
مستغفر ګوربز ویلي، چې دمګړۍ د خوست ځڼغوزي یوازې چین او پاکستان ته صادریږي، خو دوی هڅه کوي د یاد ولایت د ځڼغوزیو د صادراتو لړۍ نورو نړیوالو بازارونو ته هم و غځوي.

