د سترګو لید نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې شپږ سوه زره تنه په سترګو نه ویني

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا د سترګو لید نړیوالې ورځ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې روغتیا پالانو ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې ۶۰۰زره تنه په بشپړ ډول نابینایان او ۱،۵ میلیونه تنه بیا د سترګو لید له کمزورۍ سره مخ دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۱۷مه د سترګو لید نړیواله ورځ ونمانځله او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د سترګو ناروغۍ د کنټرول او درملنې په اړه خپلې اندیښنې او کلنۍ راپور وړاندې کړل.

د غونډې په ترڅ کې د نور ملي او تخصصي روغتون رییس ډاکټر ظاهرګل ځدراڼ وویل چې په افغانستان کې ۶۰۰ زره تنه په سترګو نه ویني او یو نیم میلیون خلک د سترګو لید له کمزورۍ ځوریږي.

نوموړي زیاته کړه، « دا هغه مرضونه دي، چې په ډیر کم لګښت د تداوي وړ دي. له نړیوالو همکارانو سره دې همکاري زیاته شي، چې د سترګو د ناروغیو په برخه کې عامه پوهاوی وشي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د سترګو ډېری ناروغۍ د درملنې وړ دي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیايي پاملرنې د ملي همغږۍ امریت مسوول ډاکټر اغا محمد عابد وویل:«په تېر یوه کال تر سل زرو د ډېرو ناروغانو د سترګو عملیات او درملنه شوې او سږکال هم پلان لرونه چې د زرګونو کسانو د سترګو عملیات وکړو.»

طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال دې غونډې ته وویل، چې د عامه پوهاوي د نشتوالي او د دودیزو درملو د استعمال له امله د سترګو لید له منځه ځي او خلک له ستونزو مخ کیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټولو ولایتي روغتونو کې یې د سترګو د متخصص بست ایجاد کړی او هڅه کوي د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې، چې د سترګو د درملنې خدمات پکې نشته، د خپلو ګرځنده ټیمونو له لارې د سترګو د ناروغیو درملنه پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو