بنیامین نتنیاهو: ډېر ژر به یرغمل شوي اسرایلیان خپلو کورونو ته راستانه شي

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.

بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو له‌خوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي ‌کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.

هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې ‌خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.

نور خبرونه

رادیو