د اوربند تر اعلان وروسته؛ د اسراییل جنګي الوتکو د غزې ښار لوېدیځ کې په یوه کور هوايي برید کړی او ځینې زغروال موټر یې هم نیولي دي. لاتراوسه د دغه برید له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نهدي ویل شوي.
له بل پلوه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ښایي په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو په سر هوکړې لپاره ډېر ژر مصر ته سفر وکړي.

