د بګرام ناندرۍ؛ هند هم په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې لرلو سره مخالفت وکړ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۷

د هند په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونو د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنيو پوځي اډو د جوړېدو مخالفت څرګند کړی دی. دغه ګډ دريځ وروسته له هغې نیول کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام پوځي اډې د بیا نیولو لپاره څو څو ځله ګواښ کړی.

په هغه ګډه اعلاميه کې چې د سې‌شنبې په ورځ «د مسکو د مشورتي چوکاټ د غړو هېوادونو» له لوري خپره شوه، په‌کې روسيې، چين، ايران، هند، پاکستان او د منځنۍ اسيا یو شمېر هېوادونو ټينګار کړی چې دوی د يوه خپلواک، متحد او سوله‌ييز افغانستان ملاتړ کوي او د هر ډول بهرنۍ پوځي زېربنا د جوړېدو هڅې په افغانستان او يا ګاونډيو هېوادونو کې د منلو وړ نه‌دي».

په اعلامیه کې راغلي: «د هغو هېوادونو هڅې چې غواړي خپلې پوځي زېربناوې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، د سيمې د سولې او ثبات پر ګټه نه‌دي او بايد ودرول شي».

که څه هم تېر کال په ورته غونډه کې هم دغه ډول دريځ څرګند شوی و؛ خو تازه اعلاميه د سيمې د هېوادونو پراخ مخالفت څرګندوي او د ټرمپ د دریځ پر خلاف ګډ دریځ څرګندوي. دا هماغه اډه ده، چې ټرمپ پنځه کاله مخکې د امريکايي ځواکونو د وتلو د تړون په چوکاټ کې طالبانو ته وسپارله.

هند چې د امريکا له پخوانيو سټراتېژيکو متحدينو څخه دی، د دغه اعلاميې په لاسليک سره ځان په يوه حساس سياسي حالت کې ښکېل کړی.‌ دا داسې حالت دی، چې د واشنګټن اړيکې ورسره سړې شوې او له طالبانو سره يې ورو، ورو نږدېوالی پیدا کړی دی. هندي چارواکو په دې وروستيو کلونو کې هڅه کړې، چې له طالبانو سره د اړيکو يو نوی فصل پيل کړي؛ سره له دې چې پخوا یې سخت مخالف و.

د دغه بدلون يوه تازه نښه دا ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د هند په رسمي بلنه، (د اکټوبر له ۹مې تر ۱۶مې) نېټې پورې نوي ډيلي ته په لومړي ځل رسمي سفر کوي. متقي د مسکو له ناستې وروسته وويل: «افغانستان يو خپلواک او ازاد هېواد دی او د تاريخ په اوږدو کې يې بهرنی پوځي حضور نه‌دی منلی. زموږ پاليسي بدلېدونکې نه‌ده – افغانستان به ازاد او خپلواک پاتې شي».

شاوخوا يوه مياشت مخکې ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ګواښ کړی و، که افغانستان د بګرام اډه «بېرته ورنه‌کړي»، نو له «ناوړه پايلو» سره به مخ شي. ټرمپ ادعا وکړه، چې د بګرام جغرافيايي موقعيت د امريکا د ګټو لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه له چين سره نږدې پروت دی. طالبانو دغه غوښتنه په بشپړه توګه رد کړې ده.

د بګرام هوايي اډه د چین له پولې شاوخوا ۸۰۰ کيلومتره او د شين‌جيانګ د توغنديو له فابريکو شاوخوا ۲۴۰۰ کيلومتره واټن کې پرته ده. ټرمپ تېره مياشت لندن کې د وینا پر مهال وويل: «دغه اډه يوازې يوه ګړۍ واټن له هغه ځایه لري، چې چين په‌کې اټومي وسلې جوړوي».

خو اوسني او پخواني امريکايي چارواکي وايي، دغه طرحه عملي نه‌ده. د دوی په وينا؛ بېرته بګرام ته ستنېدل به د «بیا ځلي بريد» په توګه تعبير شي او لږ تر لږه لس زره سرتېرو او پرمختللو دفاعي تجهيزاتو ته اړتيا پېښېږي.

په جنیوا کې د وسله‌واله ډلو د څېړنیز مرکز مشره اشلي جکسن وايي: «دغه طرحه له لوژستيکي پلوه ډېره پېچلې، ګرانه او وخت‌خوړونکې ده او لا هم روښانه نه‌ده، چې دا به د کوم اړخ په ستراتيژيکو ګټو کې وي».

بګرام هوايي اډه، چې د امريکايي ځواکونو د شل کلنې جګړې پر مهال د هغوی د عملياتو اصلي مرکز و، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له يوولسمې بريدونو وروسته «د ترهګرۍ پر ضد جګړې» کې یې مهم رول ولوباوه.

په دې اډه کې زرګونه کسان بې له محاکمې کلونه، کلونه بنديان ساتل شوي، چې ډېری يې د شکنجې او بدسلوکۍ له مواردو سره مخ شوي وو.

طالبانو په ۲۰۲۱کال کې د امریکا تر وتلو وروسته دغه ستره اډه تر خپل واک لاندې راوسته. د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال پیل شو او د جو بایډن په واکمنۍ کې بیا په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل او ورسره د افغانستتان جمهوري نظام هم ړنګ شو.

نور خبرونه

رادیو