د هندوستان ټایمز د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جی شنکر سره تر لیدنې وروسته له «دیوبند دارلعلوم او مدرسې» نه هم لیدنه وکړي. ټاکل شوې، چې هغه به د هند په اګرا کې له تاج محل نه هم لیدنه وکړي.
امیرخان متقي تېر ماښام ناوخته نوي ډیلي ته رسېدلی او ځايي چارواکو یې هرکلی هم کړی دی. دا د طالبانو په روانه واکمنۍ کې لومړنی چارواکی دی، چې په ښکاره او رسمي توګه هند ته په شپږ ورځني سفر ورغلی. دغه سفر د هند له لوري د طالبانو له حکومت سره د کاري اړیکو د ټینګېدو په لړ کې مهم ګام بلل کېږي. هند پر کابل دغه واکمنه ډله تر اوسه په رسمیت نهده پېژندلې او روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
که څه هم تر اوسه دواړو لوریو په رسمي ډول د دغه سفر په اړه څه نهدي ویلي؛ خو باوري سرچینې وایي، چې متقي له پنځه کسیز پلاوي سره هند ته تللی. په دغه کسانو کې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د متقي ویاند او ځینې نور کسان هم شامل دي.
هندي رسنۍ وایي، د متقي هرکلی د رسمي تشریفاتو له مخې شوی او هغه به د هند د بهرنیو چارو له وزیر جی اېس شنکر سره د «حیدر اباد هاوس» په نوم ودانۍ کې ناسته وکړي. دغه ودانۍ کې د هند لوړپوړي چارواکي له بهرنیو مېلمنو سره ګوري. د هند د بهرنیو چارو وزیر پر ټلېفون له متقي سره خبرې کړې؛ خو دا ځل به په لومړي وار مخامخ ورسره وګوري.
هندي رسنۍ وایي، دغه لیدنه به دواړو لورو ته دا فرصت برابر کړي چې د خپلو اړیکو عمومي وضعیت، په ځانګړې توګه د امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه خبرې وکړي.
جمعه د (تلې ۱۹مه) د رسمي لیدنو کتنو اصلي ورځ بلل شوې ده او احتمال شته، چې متقي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجېت دووال سره هم وویني.
د طالبانو پلاوی به د افغان زدهکړیالانو، سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیا او همدارنګه په هند کې د طالبانو د ډېپلوماټیک حضور د پراخېدو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې کوي. متقي به د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) دیوبند دارلعلوم ته هم ولاړ شي. دا هغه دیني مرکز دی، چې د طالبانو مشران ورته ځانګړی درناوی لري او ځانونه د همدې دیني مدرسې د فکري او درسي مکتب لاروي ګڼي. د طالبانو اکثریت لوړ پوړي غړي په خېبر پښتونخوا کې د «دارلعلوم حقانیه» مدرسې فارغان دي، چې د دیوبند په بڼه جوړه شوې ده.
په ۱۳۴۷کال کې د هند او پاکستان تر بېلتون وړاندې د حقانیه مدرسې بنسټ اېښودونکي مولانا عبدالحق د هند په دیوبند مدرسه کې زدهکړې کړې وې او بیا یې هلته تدریس هم کړی و. د هغه زوی مولانا سمېع الحق چې د «طالبانو پلار» په نوم هم شهرت لري، د همدې مدرسې له لارې پر افغانستان د واکمنو طالبانو په روزنه کې مهم رول لاره.
همدا راز ټاکل شوې ده، چې متقي د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۰مه) د هند اګرې ښار ته ولاړ شي او د «تاج محل» له تاریخي ودانۍ څخه لیدنه وکړي. نوموړی به وروسته د نوي ډيلي د یوې پېژندل شوې سوداګریزې خونې په کوربهتوب د هندي سوداګرو او د صنعت استازو سره هم وګوري. هندوستان ټایمز لیکلي، د اشرف غني د حکومت تر نسکورېدو وروسته طالبانو تل هڅه کړې چې له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
متقي به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۱مه) له هند مېشتو افغانانو سره هم کتنه وکړي او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲۳مه) به بېرته کابل ته ستون شي.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ملاتړ کوي. د متقي دغه سفر پخوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ځنډول شوی و؛ خو د هند د هڅو په پایله کې (د سپتمبر په ۳۰مه) د امنیت شورا لهخوا ورته د سفر معافیت ورکړل شو.

