نېټ بلاکس تایید کړه چې په افغانستان کې پر یو شمېر ټولنیزو شبکو محدودیت لګول شوی

AP ۱۴۰۴ تله ۱۶

د انټرنېټ څار نړیوال سازمان نېټ بلاکس خبر ورکړی، چې د دوی د څارونکو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کارول محدود شوي دي. دغه سایټ ویلي، چې په افغانستان کې د انسټاګرام، فیسبوک او سناپ چټ کارول پر نوري فایبر د طالبانو د تېرې اونۍ له بندیز وروسته محدود شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مخابراتو وزارت د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۵مه، د انټرنېټ له وېشونکو شرکتونو سره ناسته کړې او له یادو شرکتونو یې غوښتي، چې د انټرنېټ د فلټر کولو په پلان کې ورسره همکاري وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه پلان کې مجازي شبکو لکه انسټاګرام، ټېلیګرام، فېسبوک، ټېک‌ټاک او نورو ټولنيزو پلېټفارمونو ته د ازاد لاسرسي محدودل او د انټرنېټ وېش محدودول شامل دي.

نور خبرونه

رادیو