د اروپايي پارلمان غړې: د نړۍ هغه ژمنه په ماتېدو ده چې ویل یې افغانستان یوازې نه پرېږدو

۳ ساعتونه مخکې

د اروپا پارلمان د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په افغانستان کې د ښځو او نجونو او د دغه هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو د وضعیت ارزونې کوربه و. د دغه پارلمان یوې غړې هانا نویمن وویل، د نړۍ هغه ژمنه د ماتېدو په حال کې ده، چې ویل به یې افغانستان یوازې نه پرېږدو.

نویمن وویل، طالبان په افغانستان کې جنسیتي تبعیض کوي او باید د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي. د هغې په وینا، د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلې ښځې د خپل جنیست له امله له روغتيايي خدماتو بې برخې دي، ځکه طالبان نارینه مرستندویانو ته اجازه نه ورکوي چې د زلزله‌ځپلو ښځو لاسنیوی وکړي.

نوموړې زیاتوي: «افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې نه‌شي کولی زده کړې وکړي او ښځې یې کار وکړي. دا کلتور او کورنیو چارو پورې اړونده نه ده، بلکې جنسیتي تبیعض دی.»

د هغې په وینا، نړۍ ژمنه کړې وه چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي، خو نن د افغان ښځو د ستونزمن او له کړاوونو ډک ژوند ته چوپه خوله دي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې له طالبانو سره د ځینو اروپايي هېوادونو پر اړیکو هم توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه: «اروپايي سیاستوالو ته نه ښايي چې په پټه کابل ته سفر وکړي. له طالبانو سره هر ډول اړیکې باید پرې شي او له دغه رژيم سره هر ډول معامله باید رسوا شي.»

هانا نویمن د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کېدو ته په اشارې سره وویل: «دغې ډلې په قصدي اقدام سره میلیونونه کسان له ټېکنالوژۍ محروم کړي دي.»

جرمني له طالبانو سره له خپل تعامله د دفاع په برخه کې ویلي، له دغې ډلې سره د جرمني اړیکې یوازې تخنیکي او کونسلي چارو پورې محدودې دي او طالبان په رسمیت نه پېژني.

د اروپا د پارلمان ځینو نورو غړو په اوسنیو شرایطو کې له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو اېستنه د بشري حقونو ښکاره نقض وباله او همداراز یې له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې له ځنډ پرته د افغان پناه غوښتونکو د اېستنې بهیر ودروي او پر ځای یې تر ګواښ لاندې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو