د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اجرایه کمېټې د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د دغه ادارې له کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره وکتل. سید محمد بطحایي په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د پراخ حضور او د هغوی پر وضعیت د څار غوښتنه وکړه.
هغه ویلي، چې افغانان د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» په پام کې نیولو سره خپل هېواد ته اېستل کېږي.
په دغه لیدنه کې فیلیپو ګرانډي وویل، چې باید په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وشي او ایران ته د افغانانو د قانوني تګ راتګ لپاره زمینه برابره شي. هغه د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د کموالي په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي زیاته کړه:« موږ هڅه کوو، چې نړۍوالې مرستې راغونډې او دغه مرستې عادلانه ووېشو.»
که څه هم ایران د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوی د «انساني کرامت او اخلاقي اصولو» خبره کوي؛ خو له ایران نه را اېستل شوي افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې د ایران امنيتي چارواکو لهخوا ورسره سپک چلند شوی، نیول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او ان دا چې قانوني اسناد یې هم څېرې کړل شوي دي.