د اروپايي ټولنې کمېشنره: په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد بشري کړکېچ لا ژور کړی

۳ ساعتونه مخکې

د اروپايي ټولنې د ناورینونو د مدیریت کمېشنره «حجه لحبیب» وایي، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د دغه هېواد د بشري وضعیت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د روغتیايي وسایلو د کمښت، د وبا په څېر ناروغیو د زیاتېدو او د طبیعي ناورینونو د پرله‌پسې اغېزو له امله، د افغانستان خلک له جدي بشري ناورین سره مخ دي او د بېړنیو مرستو اړتیا اوس تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، د کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ګڼو ولسوالیو کې زلزلو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دغو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۲۰۵تنه مړه او تر ۳۶۴۰زیات ټپیان شوي دي. همدارنګه، په سلګونو کورونه نړېدلي، ښوونځي، جوماتونه او کلینیکونه زیانمن شوي او زرګونه کورنۍ د ژوند تېرولو لپاره بې له سرپناه پاتې دي.

په عین وخت کې د زلزلو له امله د څښاک اوبو ککړتیا د «وبا» د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي او د روغتیايي مرکزونو د وسایلو کمښت د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

حجه لحبیب ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه له افغان ولس سره د دوامدارې مرستې ژمنه لري او د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، څو د زیانمنو سیمو خلکو ته بېړنۍ مرستې په وخت ورسېږي.

هغې زیاته کړه، چې د طبیعي ناورینونو، اقتصادي ستونزو او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له سختو ننګونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د ژغورنې او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ګډ، منظم او اغېزمن اقدام وکړي.

نور خبرونه

رادیو