د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر چین ته په سفر ولاړ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۶

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی نن چارشنبه (د تلې ۱۶مه)د ازادو زونونو د نړیوال سازمان په یوولسم کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.

یاده غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین د هاینان په ولایت کې د «نړیوالې ودې، سوداګرۍ او دوامدار نوښت پر لور دروازې» تر سرلیک لاندې ترسره کېږي.

په دې کانګرس کې د ازادو زونونو رول، د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا، د تجربو تبادله او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ارزول کېږي.

ازاد زون ځانګړې اقتصادي سیمه وي، چې حکومتونه د تجارت، پانګونې، وارداتو او صادراتو په برخه کې پکې ځانګړي اسانتیاوې رامنځته کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د دغه سازمان د مسوولینو په رسمي بلنه د وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به په دې غونډه کې وینا هم وکړي او له ګډونوالو وزیرانو سره به دوه‌اړخیزې لیدنې ولري.

یاده دې وي چې د دې کانګرس لسمه غونډه تېر کال په دوبۍ کې ترسره شوې وه.

نور خبرونه

رادیو