تازه خبر

ټرمپ: اسراییل او حماس د سولې د پلان د لومړي پړاو تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۴ تله ۱۶

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې اسراییل او حماس دواړو د هغه د وړاندیز شوې سولې پلان په لومړي پړاو هوکړه وکړه او تړون یې لاسلیک کړ.

ټرمپ پر ټروټ سوشال خواله رسنۍ ویلي: «زه ډېر ویاړم چې دا اعلان کوم، اسراییل او حماس دواړو زموږ د سولې د پلان پر لومړي پړاو موافقه کړې او دا تړون یې لاسلیک کړې دی. دا دا معنا لري چې ټول بندیان به ډېر ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به د یوې هوکړې شوې کرښې تر شا شاتګ کوي، چې دا به د یوه قوي، دوامداره او تلپاتې سولې په لور لومړی ګام وي.»

هغه زیاته کړې ده، چې د سولې په دې بهیر کې به د ټولو لوریو سره په عادلانه ډول چلند وشي او دا ورځ یې «د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او د امریکا لپاره یوه ستره ورځ» بللې ده.

ټرمپ له قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب مننه کړې ده او دا تړون یې «تاریخي او بې‌ساری» بللی دی.

ټرمپ په پای کې لیکلي: «برکت دې وي پر هغو کسانو چې د سولې لپاره هڅه کوي.»

نور خبرونه

رادیو