د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې په افغانستان کې له هرو څلورو ماشومانو (له ۵ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو) څخه یو د اضطراب یا رواني فشار نښې تجربه کوي او له هرو اوو ماشومانو څخه یو یې له خپګان یا ژورې اندېښنې ځورېږي.
یونېسف دا شمېرې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د یونېسف د استازي مرستیالې اندریا جېمز ټینګار کړی، چې افغانستان په بېړني ډول د ماشومانو او نوي نسل لپاره د رواني روغتیا ملي ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ له بدترینو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې ماشومان له فقر، محرومیت او ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د معلوماتو له مخې، نږدې ۴.۷میلیونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ یا غذایي کمښت له ستونزو سره مخ دي.
تر هغه وروسته چې طالبان یو ځل بیا په هېواد کې واک ته ورسېدل، د افغانستان زرګونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. د یونسکو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱.۴میلیونه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته دي، ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د نجونو له زدهکړو محرومول نه یوازې د هغوی پر رواني او عاطفي وضعیت ژوره منفي اغېز لري، بلکې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ او ټولنیز ثبات پر وړاندې هم یو جدي خنډ جوړوي.

