ټرمپ: د غزې د سولې تړون نهايي کېدو ته نږدې دی او کېدای شي ډېر ژر منځني ختیځ ته سفر وکړم

AP ۱۴۰۴ تله ۱۶

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دی د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه سوله‌ییز تړون د نهایی کېدو په درشل کې دی او کېدای شي چې په نږدې ورځو کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

ټرمپ ویلي، چې د ده په مشرۍ د جوړ شوي سوله‌ییز وړاندیز خبرې ډېرې پرمخ تللې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه: «ښکاري چې له حماس سره خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي.»

ټرمپ همدارنګه وویل، که چیرې خبرې اترې د پلان له مخې پر مخ ولاړې شي، نو دی به د راتلونکې اوونۍ په پای کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

نور خبرونه

رادیو