مالیزیا او پاکستان د افغانستان د ثبات او له طالبانو سره پر دوامداره تعامل خبرې کړې دي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوالالمپور کې د رسمي لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات او طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه خبرې کړې دي. د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو‌ پر ضد ونه کارول شي.

دغه لیدنه چې د شهباز شریف د درې ورځني رسمي سفر (د اکتوبر له ۵مې تر ۷مې) نېټې په ترڅ کې وشوه، دواړه مشرانو په‌کې په سیمه کې د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په تړاو هم بحثونه کړي دي. دغه ګډه اعلامیه چې له ناستې وروسته خپره شوې په‌کې راغلي، چې مالیزیا او پاکستان د افغانانو لپاره له «سولې او ثبات ډک راتلونکي» هیله څرګنده کړې او له طالبانو سره یې د «جوړوونکي تعامل» ملاتړ کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «دواړه خواوې د طالب چارواکو سره د تعامل دوام مهم بولي، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د دې مخنیوی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي».

د مالیزیا او پاکستان لومړیو وزیرانو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان دایمي ټیکاو یوازې هغه وخت شونی دی چې په دغه هېواد کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او د خلکو بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونه رعایت شي.

د اعلامیې په بل بند کې دواړو هېوادونو د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د دوام، د ښوونیزو او خدماتي بنسټونو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی. همداراز مالیزیا او پاکستان له نړۍوالي ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره په بشري او پراختیایي برخو کې مرسته روانه وساتي؛ څو د بشري ناورین له زیاتېدو مخنیوی وشي.

د ترهګرۍ پر ضد د اسلام‌اباد او کوالالمپور ګډ دریځ

د مالیزیا او پاکستان مشرانو د سیمې پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې او د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه یې تازه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی په افغانستان کې د ټولې سیمې د ثبات لپاره «اړین» دی.

د سیمه‌ییزو شنونکو په باور، دغه دریځ د اسلامي هېوادونو هغه ګډه هڅه ښيي چې غواړي د افغانستان د پېچلي وضعیت په وړاندې یوه همغږې تګلاره ومومي؛ هغه وضعیت چې له اګست ۲۰۲۱کال را وروسته، د طالبانو د واکمنېدو له امله د سیمې هېوادونه ترې خورا اندېښمن دي.

د سولې، خبرو او د قانون پر حاکمیت ټینګار

په ګډه اعلامیه کې دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو او نړۍوالو کړکېچونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې شخړې باید د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ په سوله‌ییزو لارو حل شي.

شهباز شریف او انور ابراهیم ژمنه کړې، چې د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې مسایلو سره مسوولانه چلند وکړي.

نورې همکارۍ او ګډې هڅې

د افغانستان تر موضوع سربېره دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په سوداګرۍ، دوامدارې کرنې، نوې انرژۍ، دفاعي ټېکنالوژۍ، ښوونې او روزنې، روغتیا، ګرځندوی او د منظمو جرمونو پر ضد مبارزه کې سره همکاري پراخه کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه د فلسطین په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دریځ یاد شوی او د غزې پر اوسېدونکو یې د اسراییل بریدونه «نسل وژنه» بللې ده. شهباز شریف او انور ابراهیم په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او د محاصرې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

پر کابل د واکمنو طالبانو اړوند د اسلامي هېوادونو دریځ

د سیمه‌ییزو چارو کارپوهان وایي، چې د اسلام‌اباد او کوالالمپور په خبرو کې د افغانستان د موضوع شاملول څرګندوي چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه مخ په زیاتېدونکې اندېښنه لري.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې پر ډیورند کرښه د وسله‌والو ډلو پر ځانګړي ډول د «ټي‌ټي‌پي» د فعالتیونو په تړاو اندېښنه ښوولې او افغان طالبان یې تورن کړي، چې په خپله خاوره کې یې یادې جنګي ډلې ته پراخ پناه ځایونه ورکړي دي. همدا راز دوی طالبان تورن کړي، چې د اسلام‌اباد ضد ډلو سره یې همکارۍ هم کړې دي.

مالیزیا بیا د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په چوکاټ کې د اغېزناک هېواد په توګه هڅه کوي د افغانستان د بشري مرستو او له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د شنونکو په باور؛ افغانستان کې پر «پراخ بنسټه حکومت» او «د خلکو پر اساسي حقونو» د دواړو هېوادونو ګډ ټینګار دا ښيي، چې اسلامي هېوادونه ښایي د طالبانو پر واکمنۍ د سیاسي بدلون لپاره خپل ډېپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

نور خبرونه

رادیو