ظاهر اغبر: د «مسکو فارمټ» غونډه د روسیې او امریکا تر منځ د ګټو د سیالۍ محور دی

۳ ساعتونه مخکې

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر د «مسکو فارمټ» غونډې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې خبرې هغه مهال ګټورې دي، چې محور یې افغان ملت وي. نوموړي زیاته کړې، اوس دا غونډه د روسیې او امریکا تر منځ د ګټو د سیالۍ محور ګرځېدلې ده.

د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه په مسکو کې د «مسکو مشورتي» اوومه غونډه د امیرخان متقي په ګډون د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په حضور سره ترسره شوه.

د مسکو فارمټ برخه والو له طالبانو سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاریو ته تیاری وښود | افغانستان انټرنشنل پښتو

ظاهر اغبر دغې غونډې ته په غبرګون کې په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت له لارې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د راتلونکې په تړاو خبرې اترې هغه مهال ګټورې کېدای شي، چې محور یې افغان ملت وي، هغه ملت چې د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو له امله قرباني دي.

د نوموړي په باور، طالبان هېڅ ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او دوی په افغانستان کې یوه سخت دریځه او د بشري حقونو ښکاره ناقضین دي.

ظاهر اغبر زیاتوي: «په خواشینۍ سره د مسکو وروستۍ غونډه د دې پر ځای چې باید د افغانستان د ناورین د حل په تړاو جوړه شوې وای، د لویو قدرتونو او په ځانګړې توګه د روسیې او امریکا د ګټو د سیالۍ محور دی.»

د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان د انساني ژوند له شدیدو محدودیتونو او فقر سره شپې او ورځې تېروي، د امریکا میلیون ډالري اقتصادي مرستې لا هم په غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسېږي او همداراز زیاتوي: «روسیه هم د ژيوپولیتیکو سیالیو له امله طالبانو ته امتیازات ورکړي، څو له هغوی څخه د خپلو ګټو په چوکاټ کې استفاده وکړي او په دې منځ کې افغانان تاواني دي.»

اغبر همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید بیا ځلي د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او معاملې پر میدان بدل نه‌شي او زیاتوي: «افغانستان تل پاتې سولې، ټولنیز عدالت او داسې دولت ته اړتیا لري، چې د افغانانو په ازادې ارادې سره جوړ شي، نه د بهرنيانو په ارادې او یاهم نظامي لارو.»

نوموړي له ټولو هېوادونو، نړۍوالو سازمانو او د مسکو فارمټ له غړو غوښتي چې د افغان ولس غږ واوري او په تعاملاتو کې د دغه هېواد د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

نور خبرونه

رادیو