هند: باثباته او سوله‌ییز افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري

۲ ساعتونه مخکې

د «مسکو فارمټ» په اوومه غونډه کې هند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې یو با‌ثباته، سوله‌ییز او خوندي افغانستان نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې د ثبات او د نړۍوال امنیت لپاره هم اړین دی.

په دغه غونډه کې د هند په استازیتوب د دې هېواد سفیر وینای کمار زیاته کړه: «هند د افغانستان د خپلواکۍ، سولې، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ کوي.»

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د یوه بشپړ غړي په توګه په غونډه کې ګډون وکړ. ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو د هر ډول پوځي اډې یا نظامي جوړښت د ځای پر ځای کولو پر ضد خپل مخالفت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره د ګواښ سرچینه نه شي.

د غونډې ګډونوالو پر سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي، د ترهګرۍ پر ضد پر ګډو هڅو او د سولې د ټینګېدو پر عملي ګامونو ټینګار وکړ.

هند له وړاندې هم ویلي، چې غواړي له طالبانو سره د ښو اړیکو ترڅنګ د افغان ولس د بشري او پرمختیايي اړتیاوو په برخه کې هم مرسته وکړي.

د طالبانو او هند اړیکې له ۲۰۲۱کال وروسته د احتیاط او محدودو تماسونو پر بنسټ روانې دي. هند د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سیاسي حضور بېرته پیل کړ، خو تر اوسه یې رسمي ډیپلوماتيکې اړیکې نه دي اعلان کړې. د هند تمرکز زیاتره د بشري مرستو، روغتیا او زېربنایي همکاریو په برخو کې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو او پاکستان اړیکې له اوږدې مودې راپدېخوا له کړکېچ سره مل دي. که څه هم پاکستان د طالبانو د پخوانیو سیاسي ملاتړ کوونکو له ډلې ګڼل کېږي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي امنیت، د پاکستان پر ضد بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د فعالیتونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

شنونکي وايي، هند هڅه کوي د سیمې له نورو هېوادونو سره د ګډو همکاریو له لارې د افغانستان په اړه خپل اغېز بیا ورغوي، په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له ټولو لوریو سره د متوازنو اړیکو د جوړولو هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو