هندي وېبپاڼې «ټېلګراف انلاین» راپور ورکړی، چې د «مسکو فارمټ» د وروستۍ غونډې پر مهال هند له روسیې، چین او اوو نورو هېوادونو سره یو ځای اعلان وکړ، چې په افغانستان او یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو پوځي اډو جوړېدل د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دي.
دا مخالفت په داسې حال کې شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو د بګرام هوايي اډې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې وه، هغه اډه چې د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کېده.
د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ پر اړتیاوو پراخ بحثونه وکړل او ټینګار یې وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې باید پیاوړې شي. د ګډې اعلامیې له مخې، هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د هغې د رېښو د پرېکولو په برخه کې ملاتړ وشي، څو د دغه هېواد خاوره د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ د امنیت لپاره د ګواښ په توګه ونه کارول شي.
اعلامیه کې ویل شوي: «ترهګري نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.»
په غونډه کې د هند ترڅنګ د روسیې، چین، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د سیمهییزې اقتصادي اړیکو برخه شي او د نښلونې په سیمهییز سیستم کې فعاله ونډه ولري.
د هند د پلاوي مشري د دغه هېواد سفیر وینای کمار کوله. هغه وویل، هند د یو خپلواک، باثباته او سولهییز افغانستان ملاتړ کوي او د افغان ولس د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ژمن دی.
هغه ریاته کړې: «یو خوندي او باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو په ګټه دی، بلکې د سیمې د مقاومت او د نړۍوال امنیت لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.»
د مسکو فارمټ مشورتي غونډې له ۲۰۱۷کال راهیسې د افغانستان د سولې، ثبات او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو استازي په بشپړ ډول د غونډې غړیتوب لري.
په همدې حال کې، د طالبانو او هند اړیکې د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د محدودو تماسونو پر بنسټ روانې دي. هند هڅه کوي، له طالبانو سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو له لارې اړیکې وساتي، خو لا یې رسمي ډیپلوماتیک شناخت نه دی اعلان کړی.