طالبانو ویلي، چې د هبتالله اخوندزاده په مشرۍ په کندهار کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو په غونډه کې د سراجالدین حقاني په ګډون څلورو نورو وزیرانو هم ګډون کړی و.
سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د یادې غونډې موخه افغانستان کې د امریکايي استخباراتي کارکوونکو د محدود حضور په اړه مشوره کول دي، خو طالبانو بیا «اصلاحي سیمینار» بللی دی.
د هبتالله په مشرۍ د کندهار په قول اردو کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو غونډې درې ورځې دوام درلود.
په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له خپلو مرستیالانو سره او همدارنګه د دې ډلې د پوهنې، امر بالمعروف او د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو هم ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د سراج الدین حقاني د وینا په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو وايي چې د دې ډلې مشر هبتالله اخونزاده د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د فرامینو او حکمونو پر جدي پلي کولو ټینګار کړی دی.
همدارنګه هبتالله په یاده غونډه کې ګومارل او ګوښه کول د ده حق بللی دی.
هبتالله ویلي چې:«که چاته مې دنده ورکړه دا یو امانت دی، که مې بېرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کېږي.»
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر په وار وار د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه څرګندونې وکړې.
له دې سره، سراجالدین حقاني د طالبانو د مشر د ګڼو فرمانونو په ځانګړي ډول د انټرنېټ د بندېدو په اړه ناخوښ دی. ویل کېږي، چې د دغو پرېکړو له امله د کندهاري طالبانو او د حقاني شبکې ترمنځ اړیکې لا ډېرې ترینګلې شوې هم دي او د سرچینو په وینا، حقاني د طالبانو دننه د پالیسیو د انحصار او یو اړخیزو پرېکړو له کبله اندېښمن دی، ځکه د هغه په باور دا کار د نظام دننه توازن او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنوي.