پاکستان نه د کډوالو اېستل؛ تېره ورځ د تورخم له لارې نږدې ۲زره افغانان ستانه کړای شوي

۲ ساعتونه مخکې

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۹مه)‌ نېټه د پاکستان له بېلابېلو ایالتونو څخه ۱۹۳۵ کسان یوازې د تورخم له لارې اېستل شوي دي. په دغه کسانو کې ډېری هغه یې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکي وو.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تېره ورځ ۱۲۷۷ د پي او ار کارت لرونکي، ۱۷۸ د اې‌سي‌سي ثبت افغانان او ۴۸۰ تنه هغه افغانان اېستل شوي، چې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه لرل. پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هر ډول کډوالۍ لرونکي افغانان له دغه هېواده اېستلي او د افغان کډوالو د اېستلو دغه چاره د روانې لړۍ درېیم پړاو دی.

په لومړي پړاو کې ناقانونه کډوال، دویم پړاو کې د اې‌اسي‌سي کارتونو لرونکي او اوس په درېیم پړاو کې د دغو ټولو په ګډون د «پي او ار» کارت لرونکي هم اېستل کېږي. د رسمي معلوماتو له مخې؛ په دغه درېیو پړاونو کې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه اېستل شوي او لا هم د دغه هېواد‌ بېلابېلو ایالتونو کې پولیس کور په کور د افغان کډوالو نیولو پسې ګرځي.

هم‌مهاله ایران نه هم د افغان کډوالو د اېستنې بهیر روان دی؛ خو د تېرو ۳میاشتو پرتله بیا دغه بهیر پڅ او ټکنی شوی دی. پر افغانستان د واکمنو طالبانو په وینا؛ یوازې په دغه درې میاشتو کې ایران له یو مېلیون نه ډېر کډوال د اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې ستانه کړي دي. ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې، چې‌ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې روان بشري ناورین د دغو کډوالو په ورستنېدو سره لا پراخ شوی دی.

بې‌روزکاري، د سرپناوو نشتوالی، پر ښځو او نجونو بېلابېل بندیزونه د دغه تازه ستنو شویو پر وړاندې لوی خنډونه دي. که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو ملاتړو نړۍوالو سازمانونو له اسلام‌اباد او تهران نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي؛ خو چندان اغېزه یې نه ده کړې.

دواړو هېوادونو ویلي، چې له لسیزو راهیسې یې افغانانو ته پناه ورکړې او نور یې د پاتې کېدو زغم نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو